دغه لاریون چې د اکتوبر پر ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرمنې څانګې له خوا ترسره شو سلګونو پښتنو افغانانو پکې د پاکستان د ظلمونو خلاف شعارونه ورکول.
په لاریون کې د شهید ګیلهمن وزیر سیمبولیکه جنازه ۶ تنو ښځینه لاریونوالو په اوږه کړې وه او د لاریونوالو په مخکې یې لېږدوله، چې پر تابوت د پاکستان له خوا د پښتنو د نسلوژنې د درولو شعارونه ليکل شوي وو.
لاريونوالو په خیبر کې د پښتنو د قامي عدالت جرګې په ملاتړ غږ پورته کړ او د پاکستاني ځواکونو له خوا د دغې جرګې په وړاندې د خنډونو جوړول او پر پنډغالي د بريد غندنه يې وکړه.
د لاريون ويناوالو پر خيبر جرګې د پاکستاني رياست له خوا د بريد له امله د شهيد شويو پښتنو ځوانانو د يادونې تر څنګ په تېرو ۸ لسيزو کې د پاکستاني ځواکونو د هغو عملياتو غندنه وکړه چې د پښتنو پر سيمو ترسره شوي او د انسانانو د قتل عام تر څنګ د طبيعي منابعو او نورو شتمنيو د چور او تالان سبب ګرځېدلي وو.
په دغه لاريون کې د اروپا له مختلفو هېوادونو زرګونه افغانانو، جرمنيانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو بهرنيانو ګډون کړی و.