په لبنان کې د حزب الله وسله واله ډله وایي چې اسرایلي ځواکونو هڅه کړې چې د لبنان په جنوب رومیه کلي ته ننوځي.
دغه وسله والې ډلې رسنیو ته ویلي چې د دوی جنګیالیو د سرایلي ځواکونو مخه نیولې ده.
یو شمېر رسنیو بیا د لبنان او اسرایلي ځواکونو ترمنځ په شخړه کې د ملګرو ملتونو د یو سوله ساتي ساتونکي د ټپي کیدو خبر هم ورکړې دی.
تر دې وړاندې د اسرائیلو پوځ د جزئیاتو له ورکولو پرته اعلان وکړ چې حزب الله د شنبې په ورځ د دغه هېواد پر خاوره ۳۲۰ توغندي او راکټونه توغولي دي.