لوبې
فرسټ کلاس سیالۍ: پامیر ماهیپر او میوند هندوکش لوبډلو ته ماتې ورکړي.
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو چې اوسمهال د ننګرهار په کوربتوب روان دی، څلور پیاوړي لوبډلې پکې برخه لري چې نن یې په نهمه لوبه کې پامیر لیجنډز لوبډلې د یوې پاڼۍ او ۲۷۶ منډو په توپیر سره د ماهیپر ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو فرسټ کلاس لوبو کې یې دویمه بریا په خپل نوم کړه.
د یادو لوبو په جدول کې اوسمهال میوند اتلان لوبډلې د ۵ بریاوو په خپلولو د دې لوبو پایلوبې ته لار موندلې ده.
بل پلو د میوند اتلان لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۳۴۳ منډو په لوی توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې پرلپسې پنځمه بریا په خپل نوم کړه.
میوند لوبډلې په یادې بریا ترلاسه کولو سره د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبې پایلوبې ته لار وموندله.