خبرونهسیمه

ملک نصیر کوکیخیل: د خیبر جرګې د پاکستاني ریاست خپې ولړزولې

د پښتون ژغورنۍ غورځنګ له خوا رابلل شوې خیبر جرګې ته د اپریدو قومي مشر ملک نصیر کوکیخیل وویل چې جرګې د پاکستان حکومت خپې ولړځولې.

نوموړي په خپرو کې وویل: «چې کوم جبر او ظلم له موږ سره شوی بدل به یې اخلو، او همدا ډول له دې سټيج نه اعلان کوم چې په دې خاوره د پښتنو مرکز جوړوۍ نو چې څومره ځمکه پکار وي، له یو نه سل جریبه پروې موږ یې ورکوو».

ملک نصیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که جرګه هر ډول پرېکړه وکړي موږ به یې ترڅنګ کلک ولاړ یو.

په پام کې چې نن د خیبر جرګې ورستۍ پرېکړه واورل شي.

دغه جرګه د پښتنو د وسایلو او مسایلو په اړه رابلل شوې چې لسګونه زره پښتنو پکې ګډون کړی دی.