خبرونهنړۍ

اروپايي رسنۍ: د ترکیې د کډوالو ویستلو مرکزونو کې افغان او سوریايي کډوال زورول کېږي

یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د کډوالو د ویستلو په مرکزونو کې د مسوولینو لخوا افغان او سوریايي کډوال وهل ټکول کېږي او جنسي زورول کېږي.

د شپیګل او پولیتکو مجلو په ګډون ځینو اروپايي رسنیو ویلي چې دا مرکزونه د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ سمبالېږي خو اروپايي اتحادیه ترې معلومات نه لري.

د دغو رسنیو معلومات څرګندوي چې د ترکیې له لوري د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ د دغو مرکزونو له لارې زرګونه افغان او سوریایي کډوال شړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې د اروپايي ټولنې۲۱۳ میلیون یورو په دغو مرکزونو چې شمېر یې ۳۰ ته رسېږي مصرف شوي خو په دغو مرکزونو کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب وي چې په ډېره لوړه کچه کسان په یوه مرکز کې ساتل کېږي، وهل کېږي او ګټه ترې اخېستل کېږي.

دغو رسنیو ویلي چې په یادو مرکزونو کې له کډوالو په زوره په هغه پاڼه ګوته اخېستل کېږي چې په خپله خوښه له ترکیې د وتلو لپاره جوړه شوې.