خبرونهنړۍ

بلومبرګ: د اټکل له مخې پر اسرائیلو د ایران د برید ۵۳ میلیونه ډالره زیان اړولی

بلومبرګ خبري وېبپاڼې په اسرائیلو کې د ایران له وروستي توغندیز برید وروسته په اسرائیلو کې کورونو او شخصي ملکیتونو ته د اوښتو زیانونو کچه له ۴۰ تر ۵۳ میلیونو ډالرو پورې اټکل کړې ده.

دغه خبري وېبپاڼې د اسراٸیلو د مالیاتو د ادارې د راپور پربنسټ ویلي، چې پر دغه هېواد د ایران د «پراخ توغندیو» د برید په ترڅ کې تر زرو زیات د استوګنې واحدونه زیانمن شوي او په تېرو دوو اونیو کې د څه د پاسه ۲زره۵۰۰ استوګنې کورونو او د کسب او کارځايونو مالکانو د جبران خسارې د ترلاسه کولو لپاره د بيمې غوښتنه کړې ده.

د يادولو وړ ده، چې په دې شمېرو کې د « تل نوف» او «نواتيم» هوايي اډو په ګډون د اسرائيلو دولتي املاک ته اوښتي زيانونه نه دي شامل.

د دغه راپور له مخې، د دغو شمېرو نیمايي یې د تل آويو په شمالي سیمو پورې اړه لري؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې د راپور شویو زیانونو اندازه څومره د ایران د توغندیو د اغېزو او د هوايي دفاع د توغندیو د پرزو د لوېدو له امله رامنځته شوې ده.

د اکټوبر په لومړۍ نېټه، ایران په لبنان کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژلو په تړاو پر اسرائیلو د «غچ اخیستنې» توغندیو لوی بریدونه وکړل.

دا پر اسرائیلو د ایران دوهم مستقیم برید و، چې یوازې یو فلسطینی کارکوونکی پکې ووژل شو.