افغانستانخبرونه

طالبان: د کجکي برېښنا بند د تمویل لپاره مو درې اړخیزه تړون لاسلیک کړ

د طالبانو تر د  برېښنا شرکت ویلي چې د کجکې د برېښنا بند د پروژې د تمویل لپاره یې درې اړخېزه تړون لاسلیک کړى دى.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه تړون د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو د ټاکل شوي رئیس عبدالباري عمر، په افغانستان ملي بانک کې د طالبانو د ټاکل شوي رئیس شاکر جلالي او د کجکي د انرژۍ د تولید شرکت د مشر بوراک انسال ترمنځ لاسلیک شو.

د برېښنا دولتي شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان ملي بانک ژمنه کړې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د کجکي بند د پروژې مالي ملاتړ په موخه به د کجکي د برېښنا تولید شرکت ته ۱۲ میلیونه ډالره د «مرابحې بيعې» په بڼه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د کجکې بند د هېواد په سوېل کې د هلمند ولايت د برېښنا د رسولو له مهمو بندونو څخه دى.

په همدې حال کې، د دې پروژې دویم پړاو د۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې بشپړ او د طالب چارواکو لخوا پرانیستل شو. د دې برخې د دویم فاز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټه برېښنا ده.

دا بند اوسمهال د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.