سينما

انډریو ګارفیلډ: په غزه کې دې د خلکو ژوند ته پاملرنه وشي

د هالیوډ ستوری انډریو ګارفیلډ د ‘هیپي سیډ کنفیوزډ’ پروګرام  کې د فلسطیني خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کړی.

د عرب نیوز د راپور له مخې، په یو ویډیوي کلیپ کې چې تیره اونۍ خپور شوی، ګارفیلډ د هیپي سیډ کنفیوزډ په خپرونه کې د فلسطینیانو په حالت اندېښنه ښودلې ده.

ګارفیلډ، د خپل سیریال په موخه ددغه پروګرام میلمه وو چې د فلسطین خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ګارفیلډ وویل، «’موږ باید خپله انرژي په هغه څه مصرف کړو چې واقعیا مهم وي، تاسو پوهیږئ؟ څوک چې همدا اوس په نړۍ کې رنځور یا مظلوم دی، شاید موږ د دوی د مرستې لپاره خپله انرژي وکاروو».

نوموړي زیاته کړه: “څوک چې ځوریږي یا مظلوم دی، څوک چې همدا اوس زموږ د نړۍ د وحشتونو بار دی، موږ باید ورته پام وکړو.”

د فلسطین په اړه د خپل دریځ په څرګندولو، ګارفیلډ د هغو مشهورو شخصیتونو په کتار کې شامل شو چې په تیر کال کې یې په غزه کې د اسراییلو د دوامدار تیري په وړاندې خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې په غزه کې د فلسطین په حق کې غږ پورته کوونکي د فلسطین – امریکایی ماډل خویندې بیلا حدید او ګیګي حدید، د مارول اداکار مارک روفالو، د ‘بریجرټن’ ستوری نیکولا کوفلین او د «ویډنسډی» اداکاره جینا اورټیګا دي.