د خیبرپښتونخوا په بنو کې کې وسله وال د پولیس پر مرکز برید کړی او دننه په مرکز کې یې جنګ له پولیسو سره په جګړه بوخت دي.
د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.
راپورونه وایي چې جګړه لا هم روانه ده، او په سیمه کې امینتي ځواکونه هڅه کوي چې یاد وسله وال له منځه یوسي.
په سیمه کې پاکستانۍ چورلکې هم د بنو په بازار دورې وهي.
تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته د ددغه برید مسولیت منلی.