لوبې

افغان ابدالیانو د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته لاره ومونده

افغان ابدالیان لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته کوربه عمان لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبې ته یې لاره ومونده.

لوبډلمشر دروېش رسولي نن د عمان پر وړاندې لوبه کې بهترینه توپوهنه وکړه او په ۵۷ توپونو یې د ۵ څلوریزو او ۹ سترو شپږیزو پرمټ ۱۰۹* منډې جوړې کړې.

تر دې وړاندې افغان ابدالیانو لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.