افغانستانخبرونه

طالبانو یو شمېر ټلویزونونو باندې د انځور او ویډيو خپرول بند کړي

طالبانو د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون او یو شمېر شخصي تلوېزیوني چاینلونو ته امر کړی چې د خلکو تصویر او ویډيو دې په خپلو ټلویزونونو کې نه خپروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دغه بندیزونو ته اندېښنه ښکاره کړې.

د راپورونو له مخې د طالبانو ددغه بندیز له امله تر اوسه دوه ټلویزونونو ماه نور او ریحان خپلې خپرونې پندې کړي دي.

تر اوسه دغه بندیزونه کندهار، میدان وردګ او تخار ولایتونو کې عملي شوي او تازه په ملي ټلویزون ټينګار شوی چې یادو بندیزونو ته غاړه کیدي.

د طالبانو بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د بندیزونو لړۍ خورا چټکه ده چې تر ډيره دغه بندیزونه په ښځو او ټلویزونو لګول شوي.

تر دې وړاندې یې په ټلویزونونو کې ښځینه کارمندانو ته سپارښتنه کړې وه چې پر پټ مخ دې پرورګرامونه مخته یوسي.