افغانستانخبرونه

طالبان په ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنایي تذکرو ویش پیل کوي

طالبانو ویلي چې په ایران کې به د میشتو افغان کډوالو له پاره ژر د برېښنایي تذکرو د ویش لړۍ پيل کړي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې احصائیې او معلوماتو اداره وايي چې په ایران کې افغان وګړو ته د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز جوړولو کارونو کې پرمختګ شوی او زیاتوي چې زر به د تذکرو د ورکړې بهیر هم پیل شي.

دغه اداره وایي چې تر دې وړاندې یې د برېښنایي تذکرو ویش متحده عربي اماراتو کې پیل کړی دی.

د راپورنو اساس دا مهال په ایران کې نږدې ۴ نیم میلیونه افغانان اوسېږي.