افغانستانخبرونه

پر رسنیو د طالبانو د نویو بندیزونو په اړه د خبریالانو د ملاتړ بنستونو اندېښنې

د خبریالانو د ملاتړ ځينو بنسټونو پر رسنیو کې د طالبانو له خوا د ژوندي سارو پر تصویر د بندیزو لګولو په تړاو اندېښنې ښودلي دي.

افغان خبریالانو مدافع ټولنو د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په رسنیو کې د ژوندي سارو پر تصویر بندیز د بیان د ازادۍ څرګنده سرغړونه او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي د محدودولو لور ته یو بل ګام وباله.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت پرون دوشنبې هغه قانون نافذ کړ چې پر اساس یې رسنۍ د ټولو ژوندي سارو د تصویر له خپرولو منع کېږي.

له موضوع خبرو ژورنالیستانو ویلي چې د امربالمعروف وزارت غواړي چې خپل دا قانون په تدریج عملي کړي.

طالبانو په ۱۹۹۶م کې د کابل له نیولو وروسته هم د ژوندي سارو پر تصویرونو بندیز لګولی و.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې طالبان په دې ډول غواړي چې د بیان ازادي یومخ له منځه یوسي.

د دې مرکز ویندوی حشمت وجداني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په دې لټه کې دي چې رسنۍ په کامل ډول فعالیت ودروي.