په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلوایچاو) ویلي چې په تیرو لسو میاشتو کې اویا ماشومان د نس ناستي له امله مړه شوي دي.
دغه سازمان پرون یو راپور خپور کړو چې پکې راغلي، ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د نس ناستي په ناروغۍ یو لک ۴۶ زره ۵ سوه او ۵۵ کسان اخته شوي دي.
ددغه راپور له مخې تر اوسه د دې ناروغۍ له امله ۷۰ کسان مړه شوي هم دي.
د ډبیلوایچاو د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د تېرې سپټمبر له ۲۹مې د اکتوبر تر شپږمې نېټې د نسناستې له امله درې له پنځه کلونو کمعمره ماشومان مړه شوي چې دوه یې نجونې دي.
د روغتیا پالانو په وینا په افغانستان کې فرق، صحي خوړو ته نه لاس رسی او روغتیایي خدماتو کموالی ددې لامل شوی چې په نس ناستي د ناروغانو مړینه یې زیاته کړې.