د اسرایئلو پوځ پرون سه شنبه ناوخته اعلان وکړ چې، د شپې تېر ۹ بجو له لبنان څخه ۹۰ توغندي د اسرایئلو پرلور راتوغول شوي دي.
د اسرایئلو د پوځ په وینا، له دغو توغندیو یو یې د حیفا ښار ته نږدې د یوه کور په انګړ کې لګیدلی خو کوم چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
حزب الله ډلې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی څو ځله د اسرایئلو پر لور توغندي توغولي دي.
اسرائیلي پوځ د دوشنبې په ورځ هم پر دغه هېواد د ۱۱۵ توغندیو د ویشتلو خبر ورکړی وو.