په ترکيه کې د افغان کډوالو د حقونو او جسدونو د لېږد فعالان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په دغه هېواد کې اروپا ته د تګ پر لارو درې زره افغانان مړه شوي دي.
دغه فعالان وایي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته اروپا ته پر قاچاقي لارو د افغانانو تګ زیات شوی او د وان ولايت د عدليي طب مرکز ته په دغه موده کې د افغان کډوالو شاوخوا درې زره جسدونه ور وړل شوي دي.
اروپا ميشته افغان خبریال سعيد شينواری چې دغه معلومات يې تر لاسه کړي وايي، دا هغه افغانان دي چې ترکیې ته د ورتګ پر لارو د پوليسو په ډزو کې، د لوږې تندې او يخنۍ له امله مړه او وژل شوي دي.
شينواري ته يادو فعالانو ويلي چې د دغو مړو شويو کسانو ډېټا يې د وان د عدليي طب د مرکز په کمپيوټرونو کې لیدلې او دا هم ورته جوته شوې چې د دغو افغانانو په جسدونو باندې ترکي محصلين زده کړې او تجربې کوي.