د فرانسې ولسمشر د اسرائیلي ځواکونو له لوري په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو د ټپي کولو په غبرګون کې ويلي چې نتنیاهو باید هېره نکړي چې هېواد يې د ملګرو ملتونو د يو پرېکړه لیک پر بنسټ رامنځته شوی دی.
امانویل مېکرون دا څرګندونې پرون د سه شنبې په وءځ د خپل حکومت د کابينې په غونډه کې کړي دي.
پرون اسرائیلي ځواکونو يو ځل بيا پر لبنان بریدونه کړي چې له امله يې په دغه هېواد کې مېشت د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه ټپيان شوي دي چې دغه چاره په نړۍواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د اسرائیلو دغه برید ته په ځواب کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مېکرون ويلي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو بايد په ياد ولري چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د يوه پرېکړه لیک پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د نوموړي اشاره د ۱۹۴۷ کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې شوي پرېکړه لیک ته وه.