خبرونهنړۍ

چین او پاکستان له طالبانو د ټول ګډونه حکومت جوړولو غوښتنه وکړه

چین او پاکستان هیوادونو په ګډه د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول ګډونه حکومت دې جوړ کړي.

د چین لومړی وزیر چې د پاکستان په سفر دی د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې ورسته ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې له طالبانو غوښتل شوي چې د دوی ضد وسله اولو مخالفینو ته دې ځای نه ورکوي.

د دغه دواړو هیوادونو په دې اعلاميه کې چې رسنیو سره شریکه شوې راغلي، د افغانستان په تړاو سياست به يې د شريکو ګټو پر اساس وي: «طالبان بايد د ترهګرو ډلو له منځه وړلو لپاره څرګند او تائيد وړ ګامونه واخلي. افغانستان کې بايد يو داسې ټولګډونه حکومت جوړ شي، چې د اعتدال لاره خپله کړي او ګاونډيو سره ښې اړيکې ولري.»

د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې د اکثره هیوادونو او ملګرو ملتونو له خوا د القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو تورن کړی.