يو شمېر امریکايي رسنيو د اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایران د برید منظوري ورکړې ده.
د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ د ایران له لوري د دوی پر خاوره د بریدونو په غبرګون کې يو شمېر ځايونه د برید لپاره په نښه کړي چې تازه يې لومړي وزیر هم د بریدونو کولو سره هوکړه کړې ده.
هغه ځايونه چې د برید لپاره په نښه شوي تر اوسه نه دي په ډاګه شوي او دا هم نه دي ويل شوي چې اسرائیل به پوځي ځايونه په نښه کوي او که نور او دغه راز د دغو بریدونو لپاره وخت هم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
بلخوا د ایران د اټومي انرژۍ پروګرام مسوولینو ويلي چې د دوی پر اټومي اهدافو د برید امکانات نشته او ټول ځايونه خوندي دي.
د ایران د اټومي انرژۍ وياند بهروز کمال وندي د ایران د نور خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې د جوهري په اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د برید امکان ډېر کم دی.