د طالبانو ستره محکمه وایی، د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان د نامشروع اړېکو په جرم او دوه تنه د لواطت په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلی، د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس د یادې محکمې په انګړ کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته د لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلی، ابتدائيه محکمې څلور مجرمين پر يوه ـ یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر يوه ـ يوه کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یادې محکمې لیکلي، یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو او متهمینو تطبیق شو.