د طالبانو په حکومت کې د سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان ته یې له برازیل د چرګانو د غوښې واردات بند کړي دي.
د طالبانی د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د نن په کابل کې د کرنې په یودېرشم نندارتون کې ویلي چې د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره له ګاونډيو او لرې پرتو هېوادونو څخه د چرګانو واردات په بشپړه توګه بند کړي دي.
هغه زیاته کړې چې په برازیلي چرګانو له دې امله بندیز لګول شوی چې د حلال او حراموالي کره معلومات یې نشته.