افغانستانخبرونه

اسرائیلو پر لبنان د بریدونو پرمهال د حزب الله د ۴۵ غړو د وژلو ادعا وکړه

اسرائیلي پوځ وايي، د لبنان په بېلابېلو سیمو د دوی په بریدونو کې د یو قوماندان په ګډون د حزب الله ډلې ۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا دغه بریدونه البقاع ولایت او دغه راز د صور ښار په شمالي سیمو ترسره شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې په ۴۵ وژل شويو وسله والو کې په بنت جبیل سیمه کې پر اسرائیلو د حزب الله د راکټي بریدونو مسوول حسین محمد عواضه هم شامل دی.

دغه راز اسرائیلي پوځ وايي چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې یې د حزب الله ۱۵۰ راکټي بریدونه هم خنثی کړي دي.