خبرونهنړۍ

د سعودي او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ وروستي وضعیت په اړه خبرې کړي

راپورونه وايي، د سعودي عربستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ د وروستي وضعیت او د ایران او اسرائیلو ترمنځ د پېښېدونکې احتمالي جګړې په اړه خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شهزاده فیصل فرحان او انتیونیو بلېنکن پرون ماښام ټلیفوني غږېدلي دي.

د معلوماتو له مخې دواړو اړخونو په سیمه کې د وروستي وضعیت او د دوی د هڅو په اړه نظرونه شریک کړل.