په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د سراوان په پوله کې د افغان اتباعو د وژلو او ټپي کېدو د راپورونو په اړه اندېښمنه ده.
اغلې امیري د دغې پېښې د بشپړې او شفافې څېړنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې پېښې عاملین باید محاکمه شي.
یاده دې وي چې د ایران سره په پوله ایراني پوله ساتو ځواکونو په ۳۰۰ افغان مهاجرو برید کړی چې نږدې ۲۶۰ مهاجر یې وژلي او زیات شمیر ټپیان دي.