خبرونهنړۍ

د ۲۰۲۱ کال راهېسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱ زېږیز کال راهیسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

دغې کمېشنرۍ د ۲۰۲۴ زېږیز کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې ویلي، دغه موده کې څه د پاسه ۱۵۶ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي چې سرپناه، خوړو او نورې مرستې ته اړتیا لري.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د کډوالو د کوربه هېوادونو (ایران او پاکستان) د ملاتړ او کډوالو او بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۲۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر دې مهاله یې یوازې ۲۵ سلنې دغه بودیجه ترلاسه کړې ده.

د راپور لمخې، افغانان سږ کال نړۍ کې د کډوالو په شمېر کې له سوریایي کډوالو مخکي شوي او لومړی ځای یي خپل کړی دی.