سينما

ماهره خان د لاهور په پوهنتون کې په زده کړیالې د جنسي تیري پېښه د شرم وړ بللې

د پاکستان مشهورې فلمي ستورې ماهره خان د لاهور په یوه مشهور شخصي پوهنتون کې پر یوې ښځینه زده کوونکې د جنسي تیري د تورونو په اړه د لاریونوالو ملاتړ اعلان کړی او یاده پېښه یې غندلې ده.

په لاهور کې د پوهنتون د یو ساتونکي لخوا په زده کړیالې د جنسي تیري پېښې ورسته په سوشیل میډیا د سختو غبرګونونو ترڅنګ پراخه لاریونونه پیل شوي چې مرګ ژوبلې هم پکې اوښتي.

پاکستانۍ فلمي ستورې ماهره خان په خپل انسټاګرام د زده کونکو د لاریون ویډیو خپره کړې او دغه وضعیت یې د شرم وړ بللی دی.