خبرونهنړۍ

بنګله دیش کې محکمې د شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړو

د بنګله دېش د نړیوالو جرمونو محکمې د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړو.

محکمې شیخ حسینه تورنه کړې چې تېر کال یې د لاریونونو پر مهال د محصلینو په وژنه کې لاس درلود.

یادې محکمې په دې تړاو د شیخ حسینې ترڅنګ د ۵۰ نورو کسانو د نیول کېدو امر هم کړی دی.

په دغه هیواد کې د د تیرو حکومت پر ضد پراخه لاریونونه وشول چې نږدې اووه سوه کسان پکې ووژل شو.

دغه لاریونونو شیخ حسینه اړ کړه چې هیواد پرېږدي او په هندوستان کې پنا واخلي.