افغانستانخبرونه

د بلوچستان محمکې په چمن کې نیولو شویو ۵ افغانانو د خوشې کیدو امر وکړو

د بلوچستان سترې محمکې د هغه افغانانو د خوشې کیدو امر صادر کړ چې څه وخت وړاندې د ډيورنډ لاین سره نږدې نیول شوي وو.

دغه دوه هلکان او درې نجونې یوه نیمه میاشت وړاندې په چمن کې د ایف آی ای پولیسو لخوا نیول شوي وو چې محکمې د پاکستاني قانون ۳۴ مادې له مخې چې ماشومان باید د پولیسو په نظارت کې ونه ساتل شي د خوشې کیدو امر وکړو.

په کويټه کې د سحر په نوم خیریه بنسټ رسنیو ته ویلي دي، دا ماشومان یې نن په الوتکه کې اسلام‌‌اباد ته لېږدولي دي.