د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې یک شنبه په ټوله پښتونخوا کې د خیبر د جرګې د پرېکړو په اړه د پښتنو د حقونو له پاره د امن پاڅون دی.
ښاغلي پښتین په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یک شنبه به «د پښتون وطن د امن، د پښتون وطن د وسایلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د راستنېدو، د پښتنو په هره سیمه کې د پښتنو پر ځمکو د جبري قبضې پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنې، د ورکو شویو خلکو د راپیدا کولو، د بندیانو د خوشې کولو، د برېښنا د نرخونو او په ډیورنډ کرښه د ستونزو په اړه به په یوه ورځ د پښتون امن پاڅون وي.»
نوموی همداز زیاتوي چې دا پاڅور د ډالري جګړو، د ریاستي پالیسیو د ختمولو او د پښتنو د حقونو لپاره دی چې خلک باید په پراخه توګه پکې د په منظم ډول ګډون وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې پښتون ژوغورنې غورځنګ په خیبر کې جرګه رابللې وه چې د سیاسي ګوندونو ترڅنګ پکې لکونه پښتونو ګډون وکړو او د پښتنو د مسایلو او وسایلو په اړه یې سختې پریکړې وکړې.