خبرونهنړۍ

د روسیې او اوکراین ترمنځ جنګي بندیان سره تبادله شوي

اوکراین او روسیې ترمنځ د د یوې موافقې له مخې د سلګونه جسدونو ترڅنګ ۱۹۰ جنګي بندیان سره تبادله کړي دي.

د روسیې دفاع وزات ددغه توافقنامې په اړه پر ټلېګرام چینل وویل، ۹۵ روسي پوځیان خوشې شوي او په بیلاروس کې یې طبي معاینات کېږي.

تر اوسه اوکراین د جنګي بندیانو د تبادلې په اړه رسینو ته څه ندي ویلي.

د رسنیو د راپورنو له مخې د روسیې د پارلمان یا دوما مرستیال شمسیل سارالییف چې د پوځي عملیاتو په اړه د پارلمان د همغږۍ د ډلې مشر دی وویل، په‌دې تبادله کې د ۵۰۱ پوځیانو جسدونه اوکراین ته او د ۸۹ پوځیانو جسدونه روسیې ته ورکړل شول.

 اوکرایني چارواکو تاید کړې چې د وژل شویو پوځیانو جسدونه اوکراین ته رسېدلي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دغې تبادله کې منځ‌ګړیتوب کړی.