افغانستانخبرونه

د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په خوست کې خبریالان د انځور اخیستلو منعه کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په خوست شیخ زاید پوهنتون کې د غونډې پر مهال خبریالان له انځور اخیستلو منعه کړي.

د رسنیو د راپورنو له مخې د طالبانو دغه وزیر په شیخ زاهد پوهنتون کې د زده کړیالانو د تدریسي خونو پرانسته کوله چې له خبریالانو یې غوښتني وو چې له انځور اخیستلو ډډه وکړي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولانو هم خبریالانو ته ویلي وو« د ندا محمد ندیم د وینا یوازې غږ ثبتولی شئ.»

ځای خبریالانو رسنیو ته ویلي چې د شیخ زاید پوهنتون په غونډه کې چې ندا محمد ندیم پکې ګډونوال وو یوازې یې غږونه اخیستي او د انځور اخیستو اجازه نده ورکړل شوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له ځينو رسنیو غوښتي وو چې په خپلو ټلوېزونونو کې د انځورنو له خپرولو ډډه وکړي.