ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوې ښځې خپل ۱۸ کلن خاوند له پخواني ملګري سره په همغږۍ وژلی دی.
د سیمې اوسیدونکی سیداغا وایي، چې دغه پېښه تېره شپه (جمعه، ۲۷ د تلې) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې د درونټې سیمې اړوند «نظرآباد» کلي په اهنګرانو سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، چې وژل شوی ځوان پوپل نومیده چې دوه اوونۍ یې وړاندې واده کړی و، خو تیره شپه د خپلې میرمنې او د هغې د پخواني ملګري له لوري په مشترک ډول په خپله کوټه په ډیره بې رحمۍ د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
یوې بلې سرچینې بیا د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا نجلۍ د خپلې خوښې او رضایت پرته دغه هلک ته په نکاح شوې وه او له همدې کبله یې خپل خاوند وژلی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې یو خاوند د خپلې میرمنې له لوري وژل شوی.