د افغانستان د ازادۍ جبهه چې ځانونه د طالبانو مخالفه وسله واله ډله معرفي کوي ادعا کوي چې د کابل په درالامان سیمه کې یې د طالب استخباراتو څلور غړي وژلي دي.
دغه جبهې به خپله ایکس پاڼه لیکلي چې جنګیالیو یې تیره شپه د استخباراتو هغه ډله په نښه کړې ده چې په یاده سیمه کې یې خلک په بېلابیلو نومونو زورول.
د دوی په وینا په دغه برید کې زیات شمیر طالبان ټپیان شوي هم دي.
سیمه یزو رسنیو هم همدا ډول تیر ماښام په دارالامان کې د یوې د چاودنې رېپورټ ورکړی.
تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې ددغه ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.