پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په نوښار سيمه کې د زهرجنو شرابو د څښکلو له امله ۶ کسان مړه شوي او د ۹ نورو روغتيايي وضعيت يې خراب کړی دی.
سيمه ييزو پوليسو ويلي په نوښار سيمه کې په يوه واده کې ګڼو ځوانانو په مسلسل ډول بې کیفیته او زهرجن شراب څښکلي چې له امله يې ۶ ځوانانو خپل ژوند له لاسه وکړی دی.
په مړو شويو کسانو کې درې هغه د اټک اوسېدونکي دي او درې نور د نوښار دي چې د واده مراسمو ته ورټول شوو وو.
پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړي او ۹ کسان چې د شرابو څښکلو له امله يې روغتيايي وضعيت خراب شوی، روغتون ته يې لېږدولي دي.