خبرونهسیمه

د پښتنو قومي عدالت جرګې په ملاتړ د ولسي پاڅون احتجاجونه پيل شول

راپورونه وايي، نن سهار د پښتنو د قومي عدالت جرګې د پرېکړو د ملاتړ په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتين په غوښتنه د ولسي پاڅون په نوم احتجاجونه پيل شول.

لومړني معلومات دا دي چې د کوزې پښتونخوا (خیبر پښتونخوا) په خیبر او مومندو سيمو کې او د جنوبي پښتونخوا (بلوجستان په پښتون مېشتو سیمو) پښین، زیارت او چمن کې نن سهار احتجاجونه وشول او په نورو سیمو کې هم پلان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين څو ورځې وړاندې له ټولو پښتنو غوښتي وو چې په خپلو سيمو کې دې د ولسي پاڅون په نوم باندې د پښتنو د قومي عدالت د جرګې د پرېکړو د عملي کولو په موخه نن د اکټوبر په ۲۰مه احتجاجونه پيل کړي.