خبرونهنړۍ

کمالا هاریس: په غزه کې بې ګونا فلسطنیانو وژنه د منلو وړ نده

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله او ولسمشرۍ ته نومانده کمالا هاریس ویلي چې  د اسرایلو له لورې په غزه کې د فلسطینیانو بې ګونا وژنه ورته د منلو نده.

مېرمن هاریس پرون رسنیو ته دغه څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

د ډيموکراټ ګوند دغه نوماندې زیاته کړې چې د همدې هڅو په موخه یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د اړوندو لوریو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

د بلنکن دغه سفر داسې مهال پلان شوی چې په غزه کې د اسرایلو بریدونو زور اخیستی دی، په دغه بریدونو کې له پیل تر دې مهاله دوه څلوېښت زره فلسطینیان وژل شوي دي.