افغانستانخبرونه

مولوي کبیر: د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره دې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ دې ونیسي.

رسنیو راپورونه ورکړي چې، د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت ته د یوې لیدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه دې ونیسي.

د راپورونو په اساس د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره اکثر دولتي بستونه ددې ډلې ملایانو ته ورکړل شوي او په کوم چې د تیرو حکومت ملکي مامورین پاتې دي د هغوی د منفکۍ پلانونه نیول کیږي تر څو د طالبانو د کورنیو غړو ته خالي شي.

د مولوي کبیر له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دا غوښتنه داسې مهال ترسره کړې چې له هیواد د کډوالۍ څپه اوج ته رسیدلې او لامل یې په هیواد کې نا امني او بېکاري په توګه شوې.

د غیرې قانوني کډوالۍ مرګونو لارو تازه راپور څو ورځې وړاندې خپرو شو چې ایراني ځواکونو په درې سوه افغان کډوالو برید وکړو چې پکې ۲۶۰ افغان کډوال ووژل شول.