افغانستانخبرونه

سږ کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۸۳ میلیون مټریک ټڼه غنم راټول شوي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې سږکال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادې ادارې په وینا؛ سږکال هېواد کې پر ۲٫۱۲ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې ۱.۳۸ میلیونه هکټاره اوبه‌ییزه او ۷۳۶ زره هکټاره يې للمي ده.

د احصاییه او معلوماتو ادارې د معلوماتو له‌مخې تر ټولو زیات اوبه‌ییزو غنم هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولایتونو کې او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.