افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشف د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر سیمه‌ییز استازي اولیور سټولپ سره د افغانستان، مرکزي اسیا، ایران او پاکستان په اړه خبرې کړې دي..

د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غونډه کې د منځنۍ اسیا له اړوندو ادارو سره د نشه يي توکو د استعمال او سوداګرۍ د کمولو، د منظم جرمونو پر وړاندې د مبارزې، او د فساد او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ بیا پیل په اړه هم خبرې شوې دي.

سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي