هندي سینما: فلم جوړونکې ایکتا کپور باندې د کم عمره انجونو په لوڅ ډول ښودلو قضیه ثبت شوه
د هندي سینما بالیووډ مخکښې اداکارې ایکتا کپور او د هغې مور شوبها کپور په ویب سیریز ‘ګنډي بات’ کې د “کم عمره نجونو” سره د جنسي تیري په تور قضیه ثبت شوې ده.
د ممبۍ د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې د انلاین سټریمینګ پلیټ فارم ‘الټ بالاجي ‘ ویب لړۍ د هند د جزا قانون، (له جنسي جرمونو څخه د ماشومانو ساتنه) او د معلوماتي ټکنالوجۍ له قانون څخه سرغړونه کړې ده.
د ‘ګنډي بات’ په نوم دغه لړۍ د مذهبي نفرت خپرولو په هڅه تورنه ده.
د پولیسو یوه افسر کرن سورس رسنیو ته وویل، عریضه د یوګا ښوونکي سوپنل ریواجي له خوا درج شوی وه، چې وروسته د ځايي محکمې په حکم دا قضیه ثبت شوه.
نوموړي ویلي چې اکتا کپور د بالاجي فیلم مالکه او لارښوده او همدا ډول د هغې مور پر وړاندې شکایت ثبت شوی دی.
اکتا کپور تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا د ایکتا کپور پروړاندې لومړی شکایت ندی، تر دې مخکې د هند په بېلابېلو ایالتونو کې د هغه پر ضد د هندي پوځ او یونیفورم ته د سپکاوي په تور یو لړ شکایتونه هم ثبت شوي وو.