اسرائیلي رسنيو د دغه هېواد د پوځ د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې د اسرائیلي پوځيانو په يو برید کې د لبنان د حزب الله غورځنګ د وژل شوي مشر حسن نصرالله د احتمالي ځاي ناستی او اوسنی چارسمبالی هاشم صفي الدین يې هم په يو برید کې وژلی دی.
راپورونه وايي، اسرائیلي پوځيانو د حزب الله غورځنګ يو مرکز باندې برید کړی چې په دغه ځای کې هاشم صفي الدين هم موجود و او هغه هم وژل شوی دی.
د اسرائیلي رسنيو د راپور له مخې، هاشم صفي الدين درې اوونۍ وړاندې په يو بريد کې په نښه شوی و، نوموړی د حسن نصرالله د تره زوی و.
تر اوسه د حزب الله له لوري په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.
د اسرائیلو له لوري پر لبنان د بریدونو له پيل څخه تر اوسه پورې ۲زره او ۵۳۰ کسان وژل شوي دي.