افغانستانخبرونه

د طالبانو د احصایې ریاست؛ یوازې د روان کال وږي میاشت کې په صادراتو کې ۷۰ ميليون ډالر زياتوالی راغلی

د طالبانو په حکومت کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او خپاره کړي چې له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴٫۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دغه اداره وايي چې د ۱۴۰۳ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳٫۳ میلیونو ډالرو ته رسید او دا په ډاګه کوي چې د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰٫۶ ميليونه ډالره زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱٫۱ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.