د ملکرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ په کاناډا کې د افغان ښځينه فعالانو سره کتلي دي.
د افغانستان له پاره د کاناډا د فیمنیسنټانو ټولنې ویلي چې په دغه لیدنه کې د افغان ښځینه فعالانو ترڅنګ د حکومت لوړپوړو چارواکو، د ولسي جرګې پخوانیو غړو او د بشر حقونو فعالانو هم ګډون کړی وو چې له ریچرډ بېنېټ سره یې د په افغانستان کې د بشري ناورین او د ښځو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکو بندیزونو خبرې کړي دي.
ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د څېړلو لپاره کاناډا په سفر تللی دی.
نوموړی به په دې سفر کې د کاناډايي چارواکو سره په افغاستان کې د بشري ناورین په اړه خبرې وکړي او د کاناډایي چارواکو به د مرستې غوښتنه وکړي.