خبرونهنړۍ

د اسرائیل دفاع وزیر: پر ایران به زموږ تر برید وروسته ټولو ته زموږ ځواک معلوم شي

د اسرائیل د دفاع وزیر په داسې حال کې چې د دغه هېواد له یوې پوځي هوايي اډې یې لیدنه کوله، وايي پر ایران برید ته بشپړ چمتوالی نیول شوی او د دوی ځواک به ټولې نړۍ ته تر دغه برید وروسته څرګند شي.

یوواو ګالانټ د دغه پوځي مرکز هوايي ځواک ته په اشارې سره وويل چې پر ایران باندې ستاسو برید به جوته کړي چې څومره زده کړه مو کړې او څورمره تجهیزات درسره موجود دي.

ایران د روانی اوکتوبر مباشتې په لومړیو کې پر اسرائیل هوايي توغندیز بریدونه وکړل چې له هماغه وخته اسرائیل پر ایران د برید چمتوالی نیسي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختیځ کې د دغه کړکېچ د مخنیوي لپلره سیمې ته سفر پیل کړی چې لومړی اسرائیل او پرون سعودي عربستان ته تللی دی.