خبرونهنړۍ

د ترکیې د انقرې د هوايي چلند تاسیساتو پر مرکز وسله وال برید شوی


ترکیي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د انقرې د هوايي چلند پر تاسیساتو نن ناوخته وسله وال برید شوی.
د انادولو خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه برید کې تر اوسه ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په یو بیان کې تایید کړې چې دا یو ترهګریز برید دی چې د هوايي چلند د انسټیټیوټ دروازه کې شوی دی.
د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو کې څو وسله وال کسان د برید پر مهال ښودل کېږي.