د پخواني حکومت امیتي چارواکو ویلي چې د طالبانو لخوا د پخواني حکومت پولیسو ته د معاشونو ورکول لومه ده او په دې کار طالبان د پولیسو ادرسونه په نښه کوي.
طالبانو اعلان کړی چې غواړي په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تیر حکومت پولیسو ته ۱۴۰۰ کال د پنځه میاشتو پاتې معاشونه ورکړي.
د تېر حکومت پر مهال د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو لخوا د تیر نظام پولیسو ته د معاشونو اعلان یوازې لومه ده چې په دې کار طالبان غواړي د پولیسو ادرسونه په اسانۍ په نښه کړي.
یو مکتوب چې ته رسېدلي پکې لیکل شوي، چې په هلمند ولایت کې د تېر نظام پولیس سرتېرو ته د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې څخه تر زمري میاشتې پورې پاتې معاشونه حواله کېږي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، پولیس دې د روانې میاشتې تر اتمې نېټې په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته ورشي.