لوبې

کرکټ بورډ: په شمالي ولایتونو کې مو د روزنځایونو د روغونې چارې پیل کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د انجنیرۍ څانګې له لوري د هېواد د شمال په درې ولایتونو (بلخ، تخار او بدخشان) کې د کرکټ روزنځایونو رغنیزې چارې پیل کړې.

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: د دغو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودو په موخه د کرکټ بورډ له لوري ټاکل شوي پلاوي تېره اونۍ یادو ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د ځایي مسوولینو، قومي مشرانو، لوبغاړو او کرکټ مسوولینو په شتون کې د یادو رغنیزو پروژو کارونه پیل کړل.

د دغه ادارې مسوولینو د دغو پروژو پیل په شمال کې د کرکټ پرمختیا او پراختیا لپاره اړین وباله.

د یادونې وړ ده چې د هر ولایت پروژه د یو مېلیون څخه تر یونیم مېلیون پورې ارزښت لري چې د درې میاشتو په موده کې به پای ته ورسیږي.