د ایران د لرستان ولایت امنیتي چارواکي وايي، روان کال په دغه ولایت کې د پولیسو له لوري ۱۸۰۰ غیر قانوني افغان کډوال نیول شوي دي.
د لرستان ولایت د سیمو او امنیت د رییس ځایناستي محمد پیر حیاتي ویلي، د روان کال له پیله یې تر دې مه ۱۸۰۰ افغان کډوال په دغه ولایت کې نیولي دي.
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور لهمخې، دغه ایراني چارواکي د ایران د انتظامي چارواکو سره په ناسته کې ویلي چې، دا شمېر د تېرکال په پرتله ۱۰۰سلنه زیاتوالی ښیي.
د حیاتي په خبره ډېری نیونې د الیګودرز، خرماباد او والشتر په ولسوالیو کې شوي دي.
دغه ایراني چارواکي په لرستان ولایت کې له افغان کډوالو څخه د کارګرو په توکه د استفادې په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، هغوی چې بیا هم له افغانانو د کارګرو په توګه استفاده کوي قانوني چلند به ورسره وشي.
په ایران کې یوازې هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري له ستونزو سره مخ نهدي، بلکې هغوی چې له قانوني لارو په ویزو دغه هېواد ته ورغلي، هم د ایراني امنیتي ځواکونو له چار چلنده شکایت کوي.