راپورونه وايي، تېره شپه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان پوځ اړوند په FC ځواک په یو مرکز باندې وسله والو ډلهذییز برید کړی دی.
لومړني راپورونه وايي چې په دغه برید کې د دغه نیمه پوځي ملیشو لس سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
یو ځايي امنیتي مسوول په سیمه کې نن سهار رسنیو ته وويل برید کې ځکه ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د شپې له تیارې وسله والو ګټه پورته کړې ده.
یو لوړپوړی امنیتي چارواکی، چې د خپل نوم ښکاره کولو نه یې ډډه وکړه، د امربکا غږ ډېوې راډیو ته ویلي چې د برید وروسته نور امنیتي عسکر سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او وسله وال برید په شا تمبول شوی دی.
هغه وویل تر برید وروسته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو په خیبر پښتونخوا کې اوس تحریک طالبان پاکستان ډله ډېره فعاله ده.