افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد: منځلارو طالب مشرانو سره د امریکا چلند باید د غچ اخیستنې پر بنسټ نه وي

د طالبانو سره د دوحې د سولې په موافقه کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د منځلارو طالب مشرانو سره دې د امریکا چلند باید د غچ اخیستنې تر اغیز لاندې نه وي.

خلیلزاد دغه څرګندونې له نیویارک ټایم سره د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له خپرې شوې مرکې ورسته کړي او ویلي یې دي چې واشنګټن باید د منځلارو طالب مشرانو، لکه عبدالغني برادر، ملا یعقوب او سراج الدین حقاني سره چلند د راتلونکې په پام کې نیولو پر بنسټ وي.

نوموړي ویلي، که څه هم حقاني د ترهګریزو بریدونو، تښتونو او له القاعدې سره د اړیکو مخینه لري، خو د طالبانو په کابینه کې د هغو نفوذ لرونکو شخصیتونو له ډلې دی، چې “ډیر اعتدال لري او له لویدیځ سره اړیکو ته لیواله دي.”